له پلامېني کابل نه په راکړل شوي خبر کې راغلي چې د ښار په اړونده سيمه کې د دښمن د اکمالاتي کاروانونو په تمځای کې زوروري چاودني شوې چې له امله يې درانه تلفات اوښتي دي.
د راکړل شوي خبر په اساس د اسلامي امارت مجاهدينو د پلچرخي د تالاشي له ځنځير مخکي د اشغالګرو د اکمالاتي کاروان په تمځای کې په ولاړو ټېلر موټرانو کې چسپکي ماينونه ځای په ځای کړي وو او نن سهارمهال انفجار ورکړل شو.
له چاودنو سره سم په تمځای او ساتونکو عسکرو يې وسلوال بريد هم ترسره شو.
د عيني شاهدانو په وینا په دواړو پېښو کې د دښمن 8 ټيلر موټران چې 8 زغروال ټانګونه پکې بار وو په بشپړه توګه وسوزېدل او يو ګڼ شمېر نور نيمه ويجاړ شول، په دې سربېره د تمځای ساتونکو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتي ده.
2013-12-27
افغانستان